د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبري له لوري د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم رئیس ارزښتناک خدمتونه وستایل شول
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیمالله افغان په حضور کې د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم رئیس محترم ملا رحمتالله خالد له لوري د یتیمانو، کونډو او معلولینو د منظم ثبت او هغوی ته د نوي الکټرونیکي سیسټم له لارې د میاشتنیو نغدي مساعدتونو د وېش په برخو کې ترسره شوي ارزښتناک خدمتونه او هڅې د ستاینلیک په ورکولو سره وستایل شوې. یاد پروګرام د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم په ریاست کې جوړ شوی وو، چې په کې د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د کورنۍ پلتنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، د ټرانسپورټ آمر محترم مولوي ګلمحمد مسلم او د یاد ریاست یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو. محترم مولوي کلیمالله افغان د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم د رئیس فعالیتونه او هڅې وستایلې او د یوه منظم، معیاري او اغېزمن معلوماتي سیسټم د جوړولو او تنظیم په برخه کې ترسره شوي خدمتونه د ستاینې وړ وبلل.
