د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبري له لوري د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم رئیس ارزښتناک خدمتونه وستایل شول

asad_admin
Wed, Jul 29 2026 9:07 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان په حضور کې د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم رئیس محترم ملا رحمت‌الله خالد له لوري د یتیمانو، کونډو او معلولینو د منظم ثبت او هغوی ته د نوي الکټرونیکي سیسټم له لارې د میاشتنیو نغدي مساعدتونو د وېش په برخو کې ترسره شوي ارزښتناک خدمتونه او هڅې د ستاینلیک په ورکولو سره وستایل شوې. یاد پروګرام د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم په ریاست کې جوړ شوی وو، چې په کې د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د کورنۍ پلتنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش، د ټرانسپورټ آمر محترم مولوي ګل‌محمد مسلم او د یاد ریاست یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو. محترم مولوي کلیم‌الله افغان د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم د رئیس فعالیتونه او هڅې وستایلې او د یوه منظم، معیاري او اغېزمن معلوماتي سیسټم د جوړولو او تنظیم په برخه کې ترسره شوي خدمتونه د ستاینې وړ وبلل.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS