په کندز ولایت کې (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول
د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي توکو بېلابېلې مرستې ووېشلې. د مرستو د وېش پر مهال د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو محترم رئیس د یادې خیریه مؤسسې له کړیو مرستو یې قدرداني وکړه او د ټولنې د دغه قشر لپاره یې د لا زیاتو مرستو د برابرولو غوښتنه وکړه.
