د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د (۷۵) تنو کارکوونکو لپاره د محاسبې او تأدیاتو روزنیز ورکشاپ په برياليتوب سره پای ته ورسید

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۴۲

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست د (۷۵) تنو مرکزي او ولايتي کارکوونکو لپاره په نوي برېښنايي سیسټم کې د محاسبې او تأدیاتو برخو کې لس ورځنی روزنيز ورکشاپ پیل کړی وو،  چې یاد روزنیز ورکشاپ کارکوونکو ته د تصدیق پاڼو په وېشلو سره په بریالیتوب پای ته ورسید.

د دې ورکشاپ په اختتامیه غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، یو شمېر نورو محترمو رئیسانو، آمرینو او اړوندو کارکوونکو حضور درلود.

محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د دې غونډې ګډونوالو ته د سپارل شوي مسئولیت او امانت په اړه وینا وکړه او ویې ویل چې د اسلامي نظام یوه مهمه برخه د شهیدانو وارثین او معلولین دي او د دغو خلکو خدمت کول هم عبادت دی او هم ستر مسئولیت، نو اړینه ده چې سپارل شوی امانت په ښه توګه ادا شي او چارې د الله تعالی جل جلاله د رضا لپاره پر مخ یووړل شي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال وویل چې کارکوونکي باید خپلې سپارل شوې دندې په اخلاص، صداقت او مسئولیت‌پالنې سره ترسره کړي، ترڅو هم د دنیا بریا ترلاسه کړي او هم د آخرت نېکمرغۍ. هغه همدارنګه له کارکوونکو وغوښتل چې له خلکو سره له نیکو اخلاقو او ښه چلند کار واخلي، ځکه ښه سلوک د دنیوي او اخروي د نېکمرغۍ سبب ګرځي.

ورپسې محترم مولوي کلیم الله افغان د مسلکي او معیاري مدیریت پر اهمیت هر اړخیزه وینا وکړه او ویې ویل، هغه مدیریت چې له نوښت، ابتکار او پرمختګ څخه ډک وي، د یوې بریالۍ ادارې نښه ګڼل کېږي او په هره برخه کې چې تولید، اختراع او مثبت بدلون رامنځته کېږي، دا د مسلکي او نوي مدیریت پایله ده.

هغه همداراز یادونه وکړه چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ماهرو، مجربو او مسلکي استادانو له لوري ګډونوالو ته لازمې زده کړې او عملي تجربې انتقال شوې دي او موږ ډاډه یو چې دوی به دغه زده کړې په پوره امانتدارۍ سره خوندي وساتي او په عملي ډګر کې به ترې اغېزمنه ګټه واخلي.

محترم مولوي کلیم الله افغان هیله څرګنده کړه چې ګډونوال به زده کړي مهارتونه په عملي ډګر کې په سمه توګه وکاروي او د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره به غوره او لازم خدمتونه برابر کړي.

د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو او د نبوي صلی الله علیه وسلم د سپېڅلو احادیثو په رڼا کې د یتیم پالنې پر اهمیت خبرې وکړې او له کارکوونکو يې وغوښتل چې پر یتیمانو او مسکینانو باندې شفقت وکړي، د هغوی اړتیاوو ته پر وخت رسیدنه وکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۴۳
Background image

پایان مؤفقانۀ ورکشاپ آموزشی بخش های محاسبه و تأدیات برای (۷۵) تن از کارمندان وزارت امور شهداء و معلولین

ریاست دیتابیس و سیستم معلومات وزارت امور شهداء و معلولین ورکشاپ آموزشی ده‌ روزه را در بخش‌های محاسبه و تأدیات در سیستم جدید الکترونیکی برای (۷۵) تن از کارمندان مرکزی و ولایتی برگزار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۳۰
Background image

توزیع کمک های مواد خوراکی برای (۴۰۰) تن افراد مستحق در ولایت پروان

ریاست امور شهداء و معلولین ولایت پروان در راستای حمایت از خانواده های شهداء و افراد دارای معلولیت به همکاری یک مؤسسه خیریه به (۴۰۰) تن از ایتام، خانم های بیوه و معلولین کمک های را که. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۲۶
Background image

امضای تفاهمنامۀ همکاری به ارزش بیشتر از چهار و نیم میلیون افغانی میان وزارت امور شهداء و معلولین و بنیاد خیریۀ قمر

وزارت امور شهداء و معلولین در راستای حمایت از خانواده های شهداء و افراد دارای معلولیت در روزهای پر فضلیت عید سعید اضحی، تفاهمنامۀ همکاری را به ارزش مجموعی مبلغ (۴) میلیون، (۸۸۴) هزار. . .

BACK TO NEWS