په هرات ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کړنو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست درې تنو کارکوونکو هر یو محترم ویس الدین جلیلی، محترم علي جان محمدي او محترم امین الله امیني یې ملتیا کوله، هرات ولایت ته یې د سفر پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په ۱۴۰۳ مالي کې ترسره شوي فعالیتونه او کړنې له نږدې بررسي کړې.
یاد پلاوي د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د میاشتني نغدي مساعدتونو د وېشلو پروسه، د هغوی د تثبیت او ثبت بهیر همداراز د وړاندې شویو خدمتونو څرنګوالی او د اداري برخو څخه یې په بشپړ ډول بررسي ترسره کړه، شته ستونزې او نیمګړتیاوې يې په نښه کړې او د یادې بررسي د موندنو راپور به د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له مشرتابه سره شریک کړي.