په درې خالي بستونو کې د مسلکي کسانو د ګمارنۍ په موخه د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې ازموینه واخیستل شوه

asad_admin
Wed, Mar 18 2026 9:40 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د دې وزارت اړوند په درې خالي بستونو کې د مسلکي او وړ کارکوونکو د ګمارنې په موخه د ازادۍ سیالۍ له لارې ازموینه ترسره کړه، په دې ازموینه کې ځینو په شرایطو وړ کسانو د ازاد رقابت له لارې ګډون کړی وو او خپله ازموینه یې په تحریري او تقریري بڼه ترسره کړه.

یاده ازموینه د ټاکل شوې کمېټې له لوري واخیستل شوه او د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د استخدام آمر محترم قاري عبدالباري، د ظرفیت لوړلو او ادارې پراختیا آمر محترم مولوي سیف الدین ابرار او د څارنې او ارزونې ریاست کارکوونکي محترم شفیق الله شیرزاد د ازموینې له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې له یادو درېیو بستونو څخه یو (۵) بست یې د مالي او حسابي چارو ریاست پورې اړه درلوده او دوه نور (۴) او (۵) بستونه یې د پروان او بامیان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو په پورې تړاو درلود.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS