د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د  مالي او اداري چارو لوی ریاست سرپرست معرفي شو

farahmand_admin
Tue, Aug 10 2021 9:16 AM
معرفی

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست او نوماند وزیر، پوهنمل حمیدالله فاروقي، د ملي شورا  استازو، د ولسمشر سلاکارانو، د دولتي ادارو او نړیوالو موسساتو استازو، د وزارت د رهبري شورا هییت غړو کارکونکو په شتون کې  ښاغلی ضیاالحق فضلي د مالي او اداري چارو لوی ریاست د سرپرست په توګه معرفي کړ.

ښاغلي فاروقي هیله څرګنده کړه چې په دولتي دفترونو کې د ځوانانو او متخصصو کدرونو په جذبولو سره، د ښې حکومتولۍ بهیر به ښه او اغېزمن شي او هیوادوالو ته به پر وخت خدمات وړاندې شي. هغه زیاته کړه چې متخصص کدرونه له قانون او سیسټمونو سره یوځای د پرمختګ لپاره یو اغېزمن فاکتور دی او کولی شي وضعیت ښه کړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست او نوماند وزیر وویل: د شهیدانو وارثین او معلولین هغه وګړي دي چې ملي حاکمیت او ملي ارزښتونو څخه یې په مېړانه دفاع کړې او موږ ټول مسولیت لرو چې د دوی ملي او قانوني حقوق ورکړو.

 

ښاغلي فاروقي ژمنه وکړه، موږ د شته امکاناتو په درلودلو سره د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ژوند د ښه کولو او هر اړخیز امکاناتو برابرولو لپاره ګډ کار او هڅې کوو.

عمرا خان منیب او مولوي محمد سردار ځدراڼ د ولسمشر سلاکاران او په ولسي جرګه کې د خلکو استازي خالد اسد هم خبرې وکړې او په دولتي دفترونو کې د ځوانانو ګمارنې لپاره یې هیله څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د ځوانانو ظرفیت او انرژي د خدماتو ننګونو او ستونزو د حل کولو لپاره دې ګټه ترې واخیستل شي. همدارنګه دوی  په یووالي او همغږۍ ټینګار وکړ او په ټولو یې غږ وکړ چې په اوسني وضعیت کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي.

په پای کې، د مالیي او اداري چارو لوی ریاست سرپرست ښاغلي ضیاالحق فضلي خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د فساد سره د مبارزې لپاره د وزارت هڅو ته دوام ورکوي، برېښنایي خدمتونه او د شهیدانو وارثانو او معلولیت لرونکو وګړو ته به پر وخت د هغوی حقوق ورکړل شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS