د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ غونډه وشوه

sadiq_admin
Tue, Apr 06 2021 2:25 PM
ss

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ غونډه وشوه

د شهیدانو او معلولینو چارو د سرپرست وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي په مشرۍ د وزارت د رهبرۍ غونډه ترسره شوه، چې مرستیالانو، رییسانو، مشاورینو او نورو مسولینو پکې ګډون درلود.

په پیل کې ښاغلي فاروقي چارو ته د پر وخت د رسيدنې تر څنګ وويل: هغو کسانو چې اسناد يې د اسنادو د سمونې او کتنې کميټو څخه خلاص شوي او برېښنايي تذکرې يې اخيستي دي، په مرکز کابل او ولايتونو کې دې د هغوی لپاره ژر تر ژره د حقونو د ورکړې پروسه پيل شي او د کومو کسانو چې د اسنادو پروسه يې لا هم بشپړه نه ده، د ارزونې بهير د ورته چټک کړل شي.

ښاغلي فاروقي د وزارت کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې د مراجعينو ستونزو ته د رسېدنې لپاره دې په مرکز او ولايتونو کې د خپلو چارو اړوند دفترونو دهليزونو کې د شکايتونو صندقونه نصب او د ارزونې په پار دې ورته مشخصې کميټې رامنځته شي، څو د چا حقوق ضايع نه شي.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت سرپرست د وزارت له چارواکو وغوښتل، چې د جمهوري رياست او کابينې لارښوونې د جدي تعقيب کړي او د څارنې لپاره دې ورته ځانګړې تګلاره جوړه کړي.

ښاغلي فاروقي زياته کړه، چې د لا زياتو اصلاحاتو د راوستو په موخه دې د ښايسته سالارۍ او تخصص پر بنسټ د قوانينو او مقرراتو سره سم او د اداري او ملکي خدمتونو کميسيون سره په همغږۍ دې د وزارت خالي بستونه ډک کړل شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS