د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه
د اداري چارو د لاښه والي په موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې د ریاست اړوند آمرینو او مدیرانو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې محترم مولوي محمد موسی صدیقي د ډیټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست اړوند د (NTA) او د پروژې کارکوونکو د قراردادونو د تمدید پر څرنګوالي خبرې وکړې، په همدې موخه اړوندو مدیرانو ته هدایت ورکړل شو، ترڅو یاده موضوع په جدي توګه تعقیب او اړینې چارې د اصولو او مقرراتو له مخې ترسره کړي.
همداراز، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (۱۷) خالي بستونو په تړاو، چې څه موده وړاندې اعلان ته سپارل شوي وو، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو انسټیټوټ له لوري د ازموینې اخیستنې په پروسه کې د ګډون او همغږۍ لپاره د وزارت استازی معرفي شو.
په غونډه کې دا هم پرېکړه وشوه چې هغه غوښتنلیکونه او عرایض چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام ته د ګمارنې په موخه وړاندې کېږي، د مقام د هدایت او د استخدام د لارښود له مخې به ارزول کېږي او پر وخت به ورته لازم اجراآت ترسره کېږي.
سربېره پر دې، محترم مولوي محمد موسی صدیقي اړوندو کارکوونکو ته دنده وسپارله چې د وزارت د بستونو د دندو لایحو څخه په هر اړخیزه توګه بیاکتنه او ارزونه ترسره کړي او د هر بست د دندې لایحه باید د هغه بست له اوسني عنوان، مسؤلیتونو او کاري اړتیاوو سره بشپړ سمون ولري، ترڅو د کارکوونکو د دندو مسؤلیتونه په روښانه ډول مشخص او تنظیم شي.
په پای کې د ورځنیو کارونو د لاښه والي په موخه د غونډې ګډونوالو هم خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او د کارکوونکو د چارو ریاست له لوري ورته لازمې لارښوونې وشوې.
