د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ پر (۴۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي ووېشل، په یادو توکو کې اوړه، غوړي او ځینې نور مواد شامل وو.
یادې مرستې د دې وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظيم رئيس محترم مولوي علاؤ الدين سعد، د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا شیر محمد صمیم او د پروژو د تطبیق څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار په شتون کې مستحقو کسانو ته په شفاف او عادلانه ډول ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت تر دې وړاندې هم د روژې په مبارکه میاشت کې د خیریه بنسټونو، مرستندویه مؤسساتو او خیرخواه تجارانو په همکارۍ زرګونو تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې په مرکز او ولایتونو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ويشلي دي
