د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه
د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم علي خان احمدي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په هغه کې د اړوندو برخو مدیرانو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې محترم علي خان احمدي د ریاست د کارکوونکو د ورځنیو هڅو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ریاست اساسي موخه دا ده چې د ټولنې تر ټولو زیانمن شوي قشر لکه یتیمانو، کونډو او معلولینو ته ښه خدمتونو وړاندې شي او باید هڅه وکړو چې هغوی له دې خدمتونو څخه په مؤثر ډول برخمن شي.
همداراز په دې غونډه کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د ژمي په موسم کې د ښه خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي په هکله هم هر اړخیز بحث وشو او په یاده برخه کې لازمې پریکړې وشوې.
