د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس تخار ولايت ته سفر وکړ
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره کړه، په دې پلاوي کې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د دعوت او ارشاد ریاست کارکوونکی محترم مولوي سخي جان هم شامل دي.
محترم مفتي عبدالاحد مسعود د دعوت او ارشاد ریاست اړوند د تعلیمي نصاب په عملي کیدو ټینګار وکړ او د مبارکو احادیثو په رڼا کې د دیني زده کړو پر ارزښت او اهمیت مفصلې خبرې وکړې.
همداراز محترم مولوي محمد امین درویش د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کارکوونکو سره په لیدنه کې یادونه وکړه چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپل شفقت پر اساس نه یوازې زموږ د دنیوي ژوند په اړه فکر کوي، بلکې د اخروي کامیابۍ په اړه هم پاملرنه لري او زمینه یې برابره کړې ده چې موږ په رسمي وختونو کې د الله جل جلاله دین زده کړو او د هغه زده کړې په ورځني ژوند کې هم عملي کړو.
د یادونې وړ ده چې د تخار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې د دعوت او ارشاد له مسؤل سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.
