په بغلان ولايت کې پر یو شمېر مستحقو کسانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست له لوري پر (۲۷) تنو مستحقو یتیمانو نغدي مرستې ووېشلې.
د یادو مرستو د وېش پر مهال د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي احسان الله عابد او د رياست ځینو کارکوونکو شتون درلود.