په نیمروز ولایت کې د یو شمېر یتیمانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي مفتشینو آمر محترم مولوي امان الله جمالي چې د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر محترم قاري عبدالسلام مجذوب یې ملتیا کوله، د یاد ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې له یو شمېر یتیمانو سره له نږدې وکتل، د هغوی سره یې د همدردي ترڅنګ یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.