د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه جوړه شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر، ښاغلي ملا عبدالمجید اخند په مشرۍ او د یاد وزارت د برنامو او همغږۍ مرستیال ښاغلي مولوی عبدالرزاق آخند او د ملاټر او خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي شیخ عبدالحکیم حقاني او همدارنګه د مالي او اداري چارو عمومي رییس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو د رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.
په ننۍ غونډه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د انکشافي بودیجي د اړتیا پر موضوع، همداراز د رییسانو او آمرینو د شپږ میاشتني کارونو او فعالیتونو ارزونې، د نوي کارمندانو لپاره روزنېز ورکشاپونو جوړونې او همدارنګه طبیعي معلولینو ته د حقوقو د ورکړۍ پرموضوعاتو باندې او د ستونزو د حل پر لارو چارو باندې هر اړخيزي خبرې اترې وشوي.