د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اقتصادي ملاتړ او ډیټابېس ریاستونو ته رئیسان ور وپیژندل شوه.
د رئیس الوزرا د حکم له مخې، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالی او اداري چارو لوي رئیس مولوی کلیم الله افغان لخوا ددغه وزارت کارکونکو ته د اقتصادي ملاتړ رئیس مولوي محمد ايوب او الله محمد د ډیټابېس رئیس په توګه ور وپیژندل.
مولوي محمد ايوب د اسلامي امارت د پخواني حکومت د کورنيو چارو وزارت د تفتيش په څانګه کې کاري تجربه لري او الله محمد د کمپيوټر ساينس په څانګه کې د ليسانس تر کچي زده کړي کړیدي.
د یادولو ده چې ښاغلي الله محمد د ډيټابيس په څانګه کې د پراخه تجربه څښتن دی.
.
