د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير د سوځيدلي معلول د روغتيا پوښتنه وکړه

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۸:۳۱
a

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير د سوځيدلي معلول د روغتيا پوښتنه وکړه

نن سه شنبه د وري په ۱۷مه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست پوهنمل حمیدالله فاروقي او د وزارت د پروګرامونو او همغږۍ مرستيالې صبرۍ اندړ، د کابل په استقلال روغتون کې د حاجي عاشق الله روغتیایي وضعیت کتنه وکړه.

حاجي عاشق الله پرون د معلوليت لرونکو وګړو د لاريون پر مهال، د پوليسو لخوا له زورزياتي سره مخ او سوځيدلی و.

د ښاغلي حاجي عاشق الله په خبره، چې پرون يې د ټولنیز عدالت د ټينګښت لپاره له امنيتي بنسټونو سره په همغږۍ لاريون کاوه، چې د لاريون په بهير کې ناڅاپه د کابل پولیسو له لوري ورسره زورزياتي وشو او د همدې اخ او ډب په پايله کې يې مخ او د بدن نورې برخې وسوزيدې او یو بل ملګری يې هم ټپي شو.

نوموړي زياته کړه، چې له پروني لاريون يې موخه دا وه، څو افغان حکومت او نړيوالو ته وښايي، چې د دوی د حقونو او امتيازاتو په تړاو سستي شوې، د جنګي او غير جنګي معلول ترمنځ توپيري چلند کېږي او دې ته د ورته نورو ستونزو او هواري غوښتونکي وو.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمیدالله فاروقي روغتون کې د حاجي عاشق الله د روغتيايي حالت د پوښتنې پرمهال وویل: ستاسو سره د شوي ناسم چلند له امله موږ ټول خپه يو او له امنیتي بنسټونو سره به ياده پېښه په جدي توګه تعقیب کړو.

ښاغلي فاروقي څرګنده کړه، چې د عدالت غوښتنې سوله‌يز لاریونونه د هر هېوادوال مسلم حق دی، څو پر مټ يې د قانون له مخې خپل حقونه ترلاسه کړي. نوموړي زياته کړه، چې د کابينې په غونډه او معلوليت ملي ستراتيژۍ کې ستاسو ټولې ستونزې او غوښتنې له جلالتماب جمهور رئيس سره شريکې شوې او په نږدې راتلونکي کې به د جمهور رئيس له لارښوونې سره سم د کابل ښاروالۍ لخوا د غرفو وېش بهير پيل او ددې قشر د کارموندنې په برخه کې به اړينې ستونزې هوارې شي.

د ښاغلي فاروقي په وينا، چې د حقوقو او امتيازاتو په برخه کې د معلوليت لرونکو وګړو په برخه کې د عدليې وزارت څخه د قانون د تعديل کارونه بشپړ شوي او د معلوليت ملي ستراتيژۍ په پلې کولو سره به ددې قشر د ژوند په ټولو برخو کې د پاموړ پرمختګونه را منځته شي.

ښاغلي فاروقي د عامي روغتيا وزارت او د روغتون له چارواکو هيله وکړه، چې پر عاشق الله ځانګړی پام وکړي او د درملنې په برخه کې ورته ځانګړې اسانتياوې برابرې کړي.

_______________________________________

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۲
Background image

محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند وزیر امور شهداء و معلولین به ولایت پنجشیر سفر کرد

محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند وزیر امور شهداء و معلولین را که محترم مولوی محمد موسی صدیقی رئیس امور کارکنان، محترم مفتی عبدالاحد مسعود رئیس دعوت و ارشاد و محترم مولوی محمد امین درویش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۴۰
Background image

توزیع کمک‌ها به (۲۵۰) تن از ایتام مستحق در ولایت کنر

ریاست امور شهداء و معلولین ولایت کنر به منظور حمایت اقتصادی خانواده های ایتام و رسیدگی به نیازمندی های روزمره آنان، با هماهنگی مؤسسه خیریه (HHRD) برای (۲۵۰) تن از ایتام مستحق در ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۹
Background image

جلسۀ به‌ منظور چگونگی اعمار کمپلکس تعلیمی برای ایتام، در وزارت امور شهداء و معلولین برگزار گردید

وزارت امور شهداء و معلولین  به‌ منظور حمایت بهتر از ایتام، فراهم‌سازی زمینه آموزش معیاری و ایجاد فرصت‌های بهتر تعلیمی برای آنان، جلسۀ کاری را با نمایندگان مؤسسه بین‌المللی مسلم هندز. . .

BACK TO NEWS