مراحل ثبت نام ورثه شهدا و افراد معلول مرتبط با حزب اسلامی به زودی آغاز می شود

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۷ - ۹:۳۹
 mmd

حزب اسلامي پورې اړوند د شهیدانو وارثین او معلولیت لرونکو وګړو د ثبت پروسه به ډیر ژر پیل شي.

په ولسي او سیاسي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار او حزب اسلامي سره د سولې تړونلیک د پلې کولو کمیسیون مشر ښاغلي ضیاالحق امرخیل د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي سره د حزب اسلامي اړوند د شهیدانو وارثین او معلولیت لرونکو وګړو د ثبت د پروسې پر میکانیزم او شفافیت خبری وکړی. ښاغلي امرخیل وویل: د حکومت او حزب اسلامي د سولې تړونلیک پر بنسټ حکومت ژمن دی چې په یاد ګوند پورې اړوند د شهیدانو وارثین او معلولیت لرونکي وګړي ثبت او دوي ته کلنۍ حقوق او امتیازات ورکړي. ښاغلي امرخیل هیله څرګنده کړه چې یاد وزارت به ددې تړونلیک په پلې کولو کې بشپړه همکاري وکړي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي له حزب اسلامي سره د سولې تړونلیک د پلې کولو کمیسیون کارونه وستایل او زیاته یې کړه، چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت تخنیکي او حقوقي کمیټو په دې اړوند څو پرله پسې ناستې کړي. تخنیکي کارونه یې بشپړ شوي او د نافظه قوانینو، طرزالعملونو او د تړونلیک له مخې به ډیر ژر د یادو شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د ثبت پروسه رسمآ پیل شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۲
Background image

محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند وزیر امور شهداء و معلولین به ولایت پنجشیر سفر کرد

محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند وزیر امور شهداء و معلولین را که محترم مولوی محمد موسی صدیقی رئیس امور کارکنان، محترم مفتی عبدالاحد مسعود رئیس دعوت و ارشاد و محترم مولوی محمد امین درویش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۴۰
Background image

توزیع کمک‌ها به (۲۵۰) تن از ایتام مستحق در ولایت کنر

ریاست امور شهداء و معلولین ولایت کنر به منظور حمایت اقتصادی خانواده های ایتام و رسیدگی به نیازمندی های روزمره آنان، با هماهنگی مؤسسه خیریه (HHRD) برای (۲۵۰) تن از ایتام مستحق در ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۹
Background image

جلسۀ به‌ منظور چگونگی اعمار کمپلکس تعلیمی برای ایتام، در وزارت امور شهداء و معلولین برگزار گردید

وزارت امور شهداء و معلولین  به‌ منظور حمایت بهتر از ایتام، فراهم‌سازی زمینه آموزش معیاری و ایجاد فرصت‌های بهتر تعلیمی برای آنان، جلسۀ کاری را با نمایندگان مؤسسه بین‌المللی مسلم هندز. . .

BACK TO NEWS