د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د الکوزي شرکت په همکارۍ
د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د الکوزي شرکت په همکارۍ (۴۰۰) معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. له دې وړاندې هم (۳۵۰) معلولینو او د شهیدانو ورثې سره مرسته شوې وه.
د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر نجیب الله کوهستاني وویل، چې د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د نورو مرستو د جلبولو لپاره هم هڅې کوي.