په پروان ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې
د پروان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په همکارۍ، پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې په عادلانه او منظم ډول ووېشلې.
په يادو مرستو کې د اوړو، وریجو، غوړيو او د نورو خوراکي موادو ترڅنګ، د حفظالصحې توکي هم شامل وو.
د پروان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نیازمند هجرت د یادې مؤسسې له لوري د یتیمانو سره د ترسره شوو مرستو څخه مننه او قدرداني وکړه او له نورو خیریه مؤسسو او مرستندویه بنسټونو یې وغوښتل چې له یتیمانو سره لا زیاتې مرستې ترسره کړي.
