د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز له لوري په (۱۴۰۳) مالي کې د ترسره شویو کړنو او اجراآتو بررسي ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست دوو تنو کارکوونکو هر یو محترم عتیق الله نیازي او محترم محمد یاسین ادیب یې ملتیا کوله، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز له لوري په (۱۴۰۳) مالي کې د ترسره شویو کړنو او اجراآتو څخه هر اړخیزه بررسي ترسره کړه.
د دې بررسي اصلي موخه، په ۱۴۰۳ مالي کال کې یتیمانو او معلولینو ته د فني او حرفوي زده کړو پروګرامونو دایرولو څرنګوالی، د وړاندې شویو خدمتونو د شفافیت معلومول او همداراز په یاد مرکز کې د شته ستونزو او ننګونو پېژندل وو.
د کورنۍ پلټنې هيئت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز له لوري د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی، په یاد مرکز کې د زده کوونکو د جذب او نوملیکنې پروسه او له نورو اداري برخو څخه بررسي ترسره کړه، د فني او حرفوي زده کړو له روان بهیر څخه یې لیدنه وکړه او د ښوونکو او زده کوونکو ستونزې او وړاندیزونه یې هم واوریدل.
