په تخار ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې
د تخار ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یتیمانو د ملاتړ او لاسنيوي په موخه
د ( ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې په شفاف او عادلانه ډول ووېشلې.
د تخار ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم قاري شمس الامین زهیر د مرستندويه مؤسسې له مرستو یې مننه وکړه او د یاد قشر لپاره یې د لازیاتو مرستو پر برابرولو ټينګار وکړ.