په بادغیس ولایت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په همکارۍ د یاد ولایت اړوند پر (۴۰۰) تنو یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې شپږ (۶) ډوله خوراکي توکي شامل وو، په منظم ډول او عادلانه توګه پر مستحقو کسانو باندې ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل رحماني د یادې مؤسسې له مرستو یې مننه وکړه او د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته یې ډاډ ورکړ چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبرۍ تل هڅه کوي چې د دوی لپاره د ژوند په بېلابېلو برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.