د اهل هنودو هېوادوالو پر عبادتځای د برید قربانیانو کورنیو ته د کلنیو حقوقو ورکړې کتابچې ورکول کیږي

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱/۱۳ - ۹:۲۳
mdd

د اهل هنودو هېوادوالو پر عبادتځای د برید قربانیانو کورنیو ته د کلنیو حقوقو ورکړې کتابچې ورکول کیږي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت تخنیکي مرستیالې جمیلې نورستانۍ د اهل هندو هېوادوالو پر عبادتځای د برید د قربانیانو وارثینو سره وکتل.

په دې کتنه کې د یادو کورنیو غړو ته یو ځل بیا د وزارت مد رهبرۍ د خواشینۍ او تسلیت مراتب وړاندې او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

مېرمن نورستانۍ د قربانیانو کورنیو ته د حقوقو ورکړې کتابچو جوړولو د قانوني پړاونو په اړه معلومات هم وړاندې کړه او اړوندو ریاستونو ته یې لارښوونه وکړه، چې ژر تره ژره د قربانیانو د وارثینو لپاره د کتابچو د ورکړې قانوني پړاونه بشپړ کړي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پېښې د نورو قربانیانو کورنیو ستونزو ته به هم رسېدنه وشي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS