د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه
د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اداري غونډه د یاد ریاست د مسؤلینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې د اداري چارو د ښه تنظیم، د کاري بهیر د چټکتیا، د کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا، له مراجعینو سره د غوره چلند او د سپارل شویو مسؤلیتونو د پر وخت ترسره کولو په اړه بحثونه وشول.
همداراز د م (۴۰) کتابونو د برابرولو او تنظیم په هکله لازمې سپارښتنې وشوې.
د غونډې په پای کې ټینګار وشو چې ټول کارکوونکي باید خپلې دندې په صداقت، نظم، همغږۍ او مسؤلیتپذیرۍ سره ترسره کړي، څو د شهیدانو د کورنیو او معلولینو لپاره د غوره، اغېزمنو او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره شي.
