په پکتیا ولایت کې (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو مرستې ترلاسه کړې
د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په یاد ولایت کې (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او ځینې نور خوراکي توکي شامل وو، په عادلانه او منظم ډول مستحقو کسانو ته ووېشل.
یادې مرستې د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد رسول حنفي او د خیریه مؤسسې د مسؤلینو په شتون کې مستحقینو ته توزیع شوې.
محترم مولوي محمد رسول حنفي د یادې خیریه مؤسسې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ، له نورو خیریه بنسټونو او مؤسساتو څخه هم غوښتنه وکړه، چې د اړوند ریاست سره په همغږۍ د ټولنې د دې اړمن قشر لپاره خپلې مرستې لا زیاتې کړي.
