د قرارداد ورکولو د پرېکړې خبرتیا!

asad_admin
mmd

Publish Date

Closing Date

د قرارداد ورکولو د پرېکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د تدارکاتو طرزالعمل له احکامو سره سم، ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تدارکاتو آمریت په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د وزارت د مرکز د اړتیا وړ (۴۶) قلمه تنظیفاتي موادو، کاري وسایلو او د پخلنځي لوازمو د تدارک پروژه، چې تشخیصیه نمبر یې (MOMDA/1405/NCB/G-1259) دی" د ویدا ویرا لوژستیکي شرکت " ته، چې د (۶۸۶۹۹) جواز نمبر درلودونکی دی او اصلي دفتر یې د کابل ښار، لسمې ناحیې اړوند د قلعه موسی په سیمه کې موقعیت لري، د (۴۶۴) زره او (۶۰۰) افغانیو  په مجموعي ارزښت اعطاء کړي. هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې پریکړه باندې کوم قانوني اعتراض ولري، کولای چې خپل اعتراض له اعلان سره سم تر (۵) ورځو پورې د اړوندو دلایلو سره په لیکلي بڼه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تدارکاتو آمریت ته چې د {کابل ښار، د هوايي ډګر عمومي سړک، د خیاط کلا تمځای} کې موقعیت لري، وسپاري. دا اعلان د هوکړې د عقد په معنا نه دی، د ټاکل شوي وخت او د نورو قانوني مراحلو د بشپړولو پورې به قرارداد لاسلیک نه شي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۴:۲۵
Background image

د قرارداد ورکولو د پرېکړې خبرتیا!

د قرارداد ورکولو د پرېکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د تدارکاتو طرزالعمل له احکامو سره سم، ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تدارکاتو آمریت په پام کې لري، د . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۸:۴۹
Background image

تدارکاتي اعلان

 

تدارکاتي اعلان

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تدارکاتو آمریت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکز اړوند د معلوماتي ټکنالوژۍ . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۰:۲۸
Background image

تدارکاتي اعلان

تدارکاتي اعلان 
 

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تدارکاتو آمریت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د مرکز د . . .

Back to tenders