د قرارداد ورکولو د پرېکړې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د قرارداد ورکولو د پرېکړې خبرتیا!
د عقودو قانون او د تدارکاتو طرزالعمل له احکامو سره سم، ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تدارکاتو آمریت په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د وزارت د مرکز د اړتیا وړ (۴۶) قلمه تنظیفاتي موادو، کاري وسایلو او د پخلنځي لوازمو د تدارک پروژه، چې تشخیصیه نمبر یې (MOMDA/1405/NCB/G-1259) دی" د ویدا ویرا لوژستیکي شرکت " ته، چې د (۶۸۶۹۹) جواز نمبر درلودونکی دی او اصلي دفتر یې د کابل ښار، لسمې ناحیې اړوند د قلعه موسی په سیمه کې موقعیت لري، د (۴۶۴) زره او (۶۰۰) افغانیو په مجموعي ارزښت اعطاء کړي. هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې پریکړه باندې کوم قانوني اعتراض ولري، کولای چې خپل اعتراض له اعلان سره سم تر (۵) ورځو پورې د اړوندو دلایلو سره په لیکلي بڼه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تدارکاتو آمریت ته چې د {کابل ښار، د هوايي ډګر عمومي سړک، د خیاط کلا تمځای} کې موقعیت لري، وسپاري. دا اعلان د هوکړې د عقد په معنا نه دی، د ټاکل شوي وخت او د نورو قانوني مراحلو د بشپړولو پورې به قرارداد لاسلیک نه شي.
