د نوي برېښنايي سیسټم له لارې (۹۶۱۹) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د درې میاشتو نغدي مساعدتونه حواله شوي دي

asad_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۲

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د نغدي مرستو د وېش په بهیر کې د شفافیت، دقت او چټکتیا د رامنځته کولو په موخه، یوه اونۍ وړاندې د نوي برېښنايي سیسټم د محاسبې او تأدیاتو برخه فعاله کړه.

د یادې برخې له فعالیدو سره سم، د وزارت اړوند د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو او د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د (۹۶۱۹) تنو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د درې میاشتو نغدي مساعدتونه په بریالیتوب سره محاسبه، ترتیب او حواله شوي دي.

یاد برېښنايي سیسټم د مرستو د وېش په بهیر کې د شفافیت د تأمین، د اداري چارو د چټکتیا، د معلوماتو د دقیق ثبت او د مستحقینو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه جوړ شوی دی.

په پام کې ده چې په نوي برېښنايي سیسټم کې د تأدیاتو او محاسبې برخه به، په نږدې راتلونکي کې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم فعاله شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۷
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید او وړانديز پر اساس محترم مولوي میر احمد منیر د هرات ولایت د شهیدانو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۳
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي او خپلې چارې پيل کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د محترم مقام د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم قاري عبدالسلام د نیمروز ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۱
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

 د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اداري غونډه د یاد ریاست د مسؤلینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اداري چارو د ښه تنظیم، د کاري بهیر د چټکتیا، د. . .

BACK TO NEWS