په پکتیکا ولايت کې د مجردو شهیدانو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې

asad_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۴۴

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهير څخه د ارزونې په موخه، د پکتیکا ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد نبي وهاج  په مشرۍ يو پلاوي يحيی خيل او زرغون شهر ولسواليو ته سفرونه ترسره کړل، دمجردو شهیدانو کورنیو سره یې له نږدې وکتل، د هغوی احوال یې واخیست، ستونزې او غوښتنې یې واوریدې او اړتیاوو ته یې د بشپړې رسېدنې ډاډ ورکړ، د یادو کورنیو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه یې یو اندازه نغدي مرستې هم ترسره کړې.

همداراز نوموړي یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د اغېزمنو خدمتونو وړاندې کولو او د هغوی د کور په کور سروې د بهير د لا ښه والي په موخه اړوندو مدیرانو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

د سفرونو په لړ کې د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یادو ولسوالیو له مسؤلینو سره هم لیدنې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د لا غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره خپلې همکارۍ لا پراخې او دوامدارې وساتي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۴۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې په مالي همکارۍ، د کابل ولایت اړوند پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو د خوراکي توکو او حفظ ‌الصحې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبري له لوري د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم رئیس ارزښتناک خدمتونه وستایل شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان په حضور کې د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم رئیس محترم ملا رحمت‌الله خالد له لوري د یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) خیریه مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۳) میلیونه او (۷۰۰) زره افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان‌بسیاینې او د هغوی لپاره د څښاک پاکو اوبو د لاسرسي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د (۳) میلیونه،. . .

BACK TO NEWS