ښاغلي لعل الدین آریوبي د د افغانستان بانک په ودانۍ کې د دولتي او خصوصي بانکونو له مسولینو سره ناسته وکړه.

mmd_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۹ - ۱۰:۳۴
pic

بانکونه باید معلولیت لرونکو وګړو ته د ټولنې د نور وګړو په شان اسانتیاوې برابرې کړي
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د د افغانستان بانک په ودانۍ کې د دولتي او خصوصي بانکونو له مسولینو سره ناسته وکړه.
د د افغانستان بانک عمومي رییس ښاغلي وحید الله نوشېر وویل، چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت تر څنګ باید نور دولتي او غیر دولتي بنسټونه هم معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو ته د مختلفو فرصتونو او اسانتیاوو په برابرولو کې خپل مسولیت ترسره کړي.
ښاغلي آریوبي د یادو ادارو له همکارۍ د مننې تر څنګ وویل، چې خصوصي او دولتي بانکونه باید معلولیت لرونکو وګړو ته هم د ټولنې د نورو وکړو په څېر اسانتیاوې رامنځته او ټولنیز مساوات ته پاملرنه وشي. ښاغلي آریوبي زیاته کړه، چې خصوصي بانکونه دې نابینایانو او ناشنوایانو ته د بانکي حسابونو د پرانیستلو زمینه برابره او تر څنګ یې ATM ماشینونو ته د دوی د لاسرسي په برخه کې اقدام وکړي.
د بانکونو مسولینو د همکارۍ ژمنه وکړه وویل، چې د حسابونو پرانستې او ATM سربېره به په خپلو ټولو بانکي څانګو کې معلولیت لرونکو وګړو ته د رمپ اسانتیاوې رامنځته کړي.
د یادونې وړ ده، چې د یادو چارو د عملي کولو لپاره د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت په مشرۍ یو څلور کسیز کمېسیون، چې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنره مېرمن بنفشه یعقوبي، د د افغانستان بانک او خصوصي بانکونو استازي پکې شامل دي، جوړ شو او دا کمېسیون به د یوه حقوقي مېکانېزم له ترتیبولو وروسته یادو چارو عملي کولو ته الزامي بڼه ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۹:۱۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې پلاوي پروان ولايت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم الحاج مولوي نورالحق حقاني، په مشرۍ یو پلاوی چې په ترکیب کې د ولایتي پلانونو له تطبیق څخه د څارنې او ارزونې عمومي مدیر محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۹:۳۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې پر (۵۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې د مرستو وېش

د ننګرهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په خوګياڼو او چپرهار ولسوالیو کې پر (٥٠٠) تنو مستحقو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې چې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۹:۳۳
Background image

په نیمروز ولایت کې څه باندې (۲) میلیونه او (۸۰۰) زره افغانۍ پر مستحقو کسانو ووېشل شوې

د نیمروز ولایت والي محترم الحاج مولوي عبدالمنان محمود د ژور احساس او د مدبرانه نوښت له مخې د ژمي له رارسېدو سره سم، د شهیدانو وارثینو، معلولینو او یتیمانو ته د نقدي مرستو د وېش یو. . .

BACK TO NEWS