د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولایت اشکمش ولسوالۍ ته سفر وکړ
د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه، د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي د ياد ولايت اشکمش ولسوالۍ ته سفر وکړ، یتیمانو، کونډو او معلولینو ته یې د خدمتونو وړاندې کولو او هغوی د کور په کور سروې له بهیر څخه یې له نږدې ارزونه وکړه، د دې لپاره چې واقعي مستحق کسان په سمه توګه وپېژندل شي او له هر ډول بېنظمۍ او تېروتنو مخنیوی وشي، اړوندو کارکوونکو ته یې لازمې او ګټورې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
