د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د اقتصادي، ټولنیز او ظرفیت لوړولو (ODESC) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۴۹

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو، معلولینو او نورو زیانمن شویو ځوانانو ته د مسلکي مهارتونو د زده کړې په موخه، د (ODESC) مؤسسې سره (۳) لکه، (۸۰) زره او (۱۰۰) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د دې هوکړه ‌لیک پر بنسټ به د شهیدانو، معلولینو له کورنیو او زیانمن شویو ځوانانو څخه (۱۰۵۰) تنو ته په ننګرهار ولایت کې د مهارتونو روزنه ورکړل شي. دغه روزنې به د خیاطۍ، ګلدوزي، د خوراکي توکو د پروسس، د لبنیاتو د تولید، د موبایل ترمیم او نورو اړوندو برخو کې ترسره شي، څو ګډونوال عملي مهارتونه ترلاسه کړي او د کار بازار ته چمتو شي.

د حرفوي زده کړو له بشپړېدو وروسته به ګډونوالو ته د کسب او کار د پیل لپاره اړوند وسایل او تجهیزات ورکړل شي، سربېره پر دې، د هغو زیانمن شویو ځوانانو او لویانو لپاره چې له زده کړو محروم پاتې دي، د سواد زده کړې پروګرامونه به هم پلي شي، څو د سواد له نعمت څخه برخمن شي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د (ODESC) خیریه مؤسسې رئیس محترم حسیب الله رحیمي تر منځ لاسلیک شو، چې د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ به د لسو میاشتو په موده کې تطبیق شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۷
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي شو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مقام د لزوم دید او وړانديز پر اساس محترم مولوي میر احمد منیر د هرات ولایت د شهیدانو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۳
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس کارکوونکو ته رسماً معرفي او خپلې چارې پيل کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د محترم مقام د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم قاري عبدالسلام د نیمروز ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۲۱
Background image

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

 د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست اداري غونډه د یاد ریاست د مسؤلینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اداري چارو د ښه تنظیم، د کاري بهیر د چټکتیا، د. . .

BACK TO NEWS