د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د قمر خیریه بنسټ ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۹:۲۸

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ملاتړ په موخه، د قمر خیریه بنسټ سره د (۵۵۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې (۲۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته په میدان وردګ ولایت کې ژمني توکي چمتو او ووېشل شي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د قمر خیریه بنسټ استازي محترم ریاض احمد صافي ترمنځ لاسلیک شو او د درې میاشتو په موده کې به د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ تطبیق شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS