د کابل ښار په (۳) ناحیو کې د لسو یتیمانو کورنیو لپاره د استوګنې کورونو د جوړولو چارې بشپړې شوې

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۲۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (HHRD) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د لسو مستحقو یتیمانو د کورنیو لپاره د کابل ښار په (۸) (۹) او (۱۲) ناحیو کې د استوګنې کورونو د جوړولو چارې بشپړې کړې چې نن د مراسمو په ترڅ کې کورونه مستحقو کورنیو ته وسپارل شول.

د یادو کورونو د پرانيستلو په مراسمو کې د شهیدانو چارو رئیس محترم مولوي روح الله نصرت، د (HHRD) نړیوالې مؤسسې رئیس محترم قاري عبیدالله فیصل، د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار، د شهیدانو چارو ریاست د محاسبې آمر محترم مولوي خیر الله خیرخواه، د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب روښان، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست استازو او د کابل ولایت د اقتصاد ریاست استازي هم شتون درلود.

په دې پروګرام کې محترم مولوي خیر الله خیرخواه د قرآن عظیم‌الشان د مبارکو آیتونو او د نبوي صلی الله علیه و سلم احادیثو په رڼا کې د یتیمانو د حقوقو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې، د (HHRD) خیریه مؤسسې له مسؤلینو څخه‌ یې د هغوی د دوامدارو همکاریو په پار مننه وکړه.

د یادونې وړ ده چې یاد کورونه دوه خونې، یو پخلنځی، یو تشناب او يو دهلېز لري او په بنسټیز او معیاري ډول جوړ شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS