د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت کارکوونکو ته اصلاحي وینا وکړه

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۹:۱۳

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت کارکوونکو ته په یوه اصلاحي غونډه کې د دعوت او ارشاد د اهمیت، د امیر د اطاعت پر ارزښت، د اطاعت فضیلت او د بې‌اطاعتۍ د زیانونو او منفي پایلو په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.

محترم مفتي عبدالاحد مسعود دعوت او ارشاد چارو پر مخ وړل په ټولنه کې د هر وګړي یو مهم مسؤلیت وباله او ټینګار یې وکړ چې کارکوونکي باید د خپلو اداري دندو تر څنګ دیني او اخلاقي مسئولیتونو ته هم جدي پاملرنه وکړي.

د دعوت او ارشاد رئیس د قرآن عظیم الشان او نبوي صلی الله علیه وسلم د مبارکو احادیثو په رڼا کې د امیر د اطاعت پر ارزښت خبرې وکړې او اطاعت یې په ټولنه کې د نظم او یووالي مهم لامل یاد کړ.

همداراز محترم مفتي عبدالاحد مسعود د بې ‌اطاعتۍ زیانونو او خطرناکو پایلو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې د امیر له اوامرو سرغړونه د نظام د کمزورۍ، بې‌نظمۍ د خپرېدو، د عامه باور د له منځه تلو او په ټولنه کې د فتنې د رامنځته کېدو لامل ګرځي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د غزني ولایت پر (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د قره باغ، ګیرو، آب بند او مقر ولسواليو اړوند پر (۷۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق. . .

BACK TO NEWS