د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه
د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د څارنې او ارزونې رئيس محترم مولوي نور الحق حقاني په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په هغې کې د تطبیقي پلانونو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا اهل الله حنفي، د مرکز او ولايتونو د راپورونو د تحليل او توحيد آمر محترم مولانا نورالدين صاحب زاده او نورو اړوندو کارکوونکو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې محترم مولوي نورالحق حقاني د څارنې او ارزونې پروسې د لا ښه والي، په چارو کې د بشپړ شفافیت د تأمین او د یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه ګډونوالو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د غونډې په پای کې ګډونوالو هم د چارو د لا ښه پرمختګ او اغېزمنتیا په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.
