د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې (۱۸۰) تنو مستحقو کسانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۹:۴۱

د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د احساس مرستندويه مؤسسې په همکارۍ، پر (۱۸۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، هر مستحق ته (۸۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.

د يادو مرستو د وېش پر مهال د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا شیر محمد صمیم، د‌ ټولنیزو خدمتونو د‌ تنظیم آمر محترم صفي الله سدید، د څارنې او ارزونې رياست استازي محترم محمد فاروق ځلاند او د‌ احساس مرستندويه مؤسسې مسؤلينو شتون درلود.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS