د څار او ارزونې ریاست نوبتي ناسته

mmd_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۴ - ۱۴:۵۳
1

د څار او ارزونې ریاست نوبتي ناسته

 

د څار او ارزونې ریاست غړو د راپورونو د راټولولو او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د هوکړه لیکونو د پلي کولو په موخه نن له غرمې وروسته ناسته ترسره کړه.

 

دغه ناسته چې د څار او ارزونې ریاست ریس ښاغلي ګل احمد عثماني په مشرۍ جوړه شوې وه په هغه کې د مرکز او ولایتونود څار او ارزونې د غړو کار او له موسسو سره د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د هوکړه لیکونو د پلي کولو د څار څرنګوالی تر بحث لاندې ونیول شو.

 

په سر کې ښاغلي عثماني د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت وزیر جلالتمآب لعل الدین آریوبی د څار او ارزونې په اړه د رغنده هدایاتو په باب یادونه وکړه او زیاته ېې کړه چې څار او ارزونه د یوې ادارې د سترګو او غوږونو د حیثیت په معنی دي او د فساد په راکمولو او له مینځه وړلو کې د یوې پاکې ادارې په جوړولو کې خورا ډېره مرسته کوي د ناستې په ترځ کې د غونډې غړو یو له بل سره د دغه وزارت د هوکړه لیکونو د پلي کولو په اړه خپل نظرونه شریک کړل او ترڅنګ ېې د راپورونو د راټولولو او یو ځای کولو په اړه هم بحث تر سره شو او په دې باب لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS