د فني او مسلکي د دورو فارغانو ته د کاري توکو ویش

mmd_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۴ - ۱۴:۴۸
۱

د فني او مسلکي د دورو فارغانو ته د کاري توکو ویش

 

د ۱۳۸ تنو زده کوونکو د بیلابیلو برخو لکه جامې ګڼډلو، بریښنا او ایرکندیشن د جوړښت په برخه کې وروسته له شپږو میاشتو زده کړو خپل تصدیق لیکونه ترلاسه کړل.

 

د زده کړو دغه دوره چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د کار او ټولنیزو چارو محترم وزارت او د میرسیکوپ موسسې په همغږۍ جوړه شوې وه د شهیدانو ورثوو او د معلولیت لرونکو وګړو د زده کړو  د دورې له ختمیدو په ځان بسیاینې او ټولنې ته د خدمت  د وړاندې کولو جوګه شول.

 

دغې دورې د فارغانو په ناسته کې د شهیدانو او معلولینو په چاروکې د دولت وزارت تخنیکي مرستیالې آغلې جمیلې نورستانۍ د دغې دورې په لاره اچوونکو څخه د خوښۍ او مننې ترڅنګ هغه د شهیدانو د ځوانو ورثوو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د ځان بسیاینې په لاره کې یو لوړ ګام وباله او زیاته یې کړه: ټول یو له بل سره دغه قشر  ته د زده کړو برابرولو، حرفوي زده کړو او کارموندنې په برخو  کې مسوولیت لرو.

 

تر څو یادې برخې د دغه قشر د ژوند د ښه والي او اقتصادي پرمختګ سبب شي هغې وویل د میر سیکوپ موسسې وکولای شول چې په دغه موده کې ځوانانو ته کاري وړتیاوې  رامنځته کړي د کاري ځواک او فني زده کړو ستر مدیر ښاغلي عبدالله حیران او د فني او حرفوي زده کړو د مرکز مدیر ښاغلي کامران په خپل وار د زده کوونکو د جذب او شاملیدو په باب خبرې وکړې.

 

دناستې په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د څار او ارزونې  ریاست رئیس ښاغلي ګل احمد عثماني د شهیدانو ورثوو او د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د دا ډول زده کړو د مثبتې پایلې په باب خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت لوړ مقام دا ډول زده کړې چې په ټولنه کې د بیوزلۍ کچه را ټیټوي او ځوانانو ته دازګارتیا او په نشه یي توکو د روږ دیدلو کچه را ټیټوي ژمن دی او اړتیا ده تر څو په هر اړخیزه توګه یو میکانیزم د یاد آمریت لخوا جوړ شي

 

په پای د کاري توکو هغه بستې چې په هغوی کې د ګازو بالون، د ایرکندیشن د جوړولو توکي،  د جامو ګنډلو ماشین او د هغه اړوند توکي او د بریښنا د جوړولو توکي موجود وو،

د یادې موسسې له لوري ۱۳۸ تنو  فارغانو ته وویشل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۰:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کارکوونکو ته د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون د اهمیت او تطبیق په هکله د پوهاوي پروګرام ترسره شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون د پلي کیدو د اهمیت په هکله په جوړ شوي پروګرام کې د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم. . .

BACK TO NEWS