په ڪاپیسا ولایت کې (۶۵) تنو مستحقو معلولیت لرونکو وګړو ویلچرونه ترلاسه کړل

د ڪاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د خوځښت خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۶۵) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل.
د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د ڪاپیسا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس الحاج مولوي ګل خان ګل محمد او د مؤسسې مسؤلينو هم شتون درلود.
نوموړی د خیریه مؤسسې له کړیو مرستو څخه قدرداني وکړه او له نورو خیریه بنسټونو یې هم وغوښتل چې د دې اړمن قشر لپاره لازياتې مرستې برابرې کړي.