د لسو ولایتونو د بایومتریک پروسې تطبیق په موخه ازموینه واخیستل شوه

mmd_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۵ - ۱۰:۱
1

د لسو ولایتونو د بایومتریک پروسې تطبیق په موخه ازموینه واخیستل شوه

په ولایتونو کې د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د بایومتریک په موخه په لسو ولایتونو کې د بایومتریک کارکوونکو د ګمارلو لپاره ازموینه واخیستل شوه.

دغه ازموینه د دوه ورځو په لړ کې واخیستل شوه او د ننګرهار، کندهار، پکتیا ، بدخشان ، لغمان، کاپیسا، تخار، مزار او هرات ولایتونو څخه ۱۵۰ شارټ لیست شویو کسانو پکې برخه لرله.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د بشري سرچینو رییس ښاغلي نېک محمد نېکمل وویل، چې د دې پروسې د تطبیق لپاره به د شارټ لیست شویو کسانو له ډلې ۲۰ تنه بریالي او په دنده وګمارل شي. نوموړي زیاته کړه، چې د ازموینې جریان د مسولینو له لوري په دقیقه توګه څارل کېده او پروسه په پشپړه توګه شفافه ده.
د دې وزارت د بایومتریک سیستم مسول ښاغلي شکرالله اکسیر وویل، چې د دې پروسې له تطبیق سره به په مرکز او ولایتونو کې چارې چټکې او اسانه شي.

د یادونې وړ ده، چې د پاتې ولایتونو د بایومتریک سیستم د تطبیق لپاره به هم ډېر ژر ازموینه واخیستل شي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۹
Background image

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت یوسف خیلو ولسوالۍ ته سفر وکړ

د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج د یاد ریاست د یو شمېر مدیرانو په ملتیا، د دغه ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د مخور جهادي شخصیت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۹:۲۸
Background image

د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورسېد

د بغلان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د ولسوالیو مديرانو لپاره د نوي بريښنايي سيسټم له لارې د مياشتني نغدي مساعدتونو د ورکړې بهير، د هغوی د کاري وړتياوو د لوړولو او ځینو برخو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۱۱
Background image

د هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو د اجراآتو ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني په مشرۍ يو پلاوی چې د یاد ریاست کارکوونکو یې ملتیا کوله، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو ته د وړاندې. . .

BACK TO NEWS