د کارونو د ښه تنظیم په موخه کاري ناسته ترسره شوه
د کارونو د ښه تنظیم په موخه کاري ناسته ترسره شوه
دغه کاري ناسته د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت په انګړ کې د مالي او اداري مرستیال ښاغلی دل آقا صوفی زاده په مشري ترسره شوه.
په دغه کاري ناسته کې د عدلي، عامې روغتیا او مخابراتو وزارتونو استازو ترڅنګ د آسان خدمت او اداري اصلاحاتو کمیسیون غړو هم شتون درلوده.
ددغې کاري ناستې موخه دهغه کارونو څارنه او ارزونه ده چې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وکړو ته ځانکړي شوي دي.
د دې تر څنګ په دغه ناسته کې د شهیدانو معلولینو په چارو کې د دولت وزارت په اعلان شو بستونو د ازمویني د اخیستنې ترڅنګ په نورو دولتي ادارو کې د معلولیت لرونکو وکړو ته په ۳۰ فیصده سهم ورکول هم بحث وشو.