د شهيدانو او معلولينو چارو په وزارت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د قرباني غوښې ووېشل شوې

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۹:۴۱
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نېکمرغه لوی اختر په لومړۍ ورځ د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ښار پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې د قربانۍ غوښې ووېشلې، چې هر مستحق اووه (۷) کیلو ګرامه غوښه ترلاسه کړه.

یادې مرستې په شفاف او منظم ډول د ټولنیزو خدمتونو د تنظيم رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني، د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار او ټولنيزو  خدمتونو د تنظيم رياست اړوند کارکوونکو له لوری مستحقو کسانو باندې ووېشل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د څه باندې یو میلیون او (۳۴۵) زره افغانیو په مجموعي ارزښت د همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۲
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت (۱۳۰) تنو کارکوونکو لپاره د محاسبې او تأدیاتو برخو لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست له لوري د (۱۳۰) تنو مرکزي او ولایتي کارکوونکو لپاره د نوي برېښنایي سیسټم اړوند د محاسبې او تأدیاتو برخو کې لس ورځنی. . .

BACK TO NEWS