د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغان مېرمنو د حقوقي خدمتونو مؤسسې تر منځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۰:۱۷
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کونډو او معلولیت لرونکو مېرمنو د ملاتړ په موخه، د افغان مېرمنو د حقوقي خدمتونو مؤسسې سره د (۷۱) زره او (۱۵۸) ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د جوزجان ولایت اړوند (۱۸۵) تنو کونډو او معلولیت لرونکو مېرمنو ته خوراکي مواد او همداراز (۳۲۸) نورو مستحقو کورنیو ته به، د اقتصادي خودکفایۍ په موخه، د کرنیزو توکو کڅوړۍ وویشل شي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئيس محترم ملا صدوخان حق شناس او د افغان مېرمنو د حقوقي خدمتونو مؤسسې رئیس محترم سید فرهاد الله عبادي ترمنځ لاسلیک شو  او د جوزجان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ به پلي شي.

د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال محترم ملا صدوخان حق شناس د یتیمانو، کونډو او معلولینو پر وړاندې شته ستونزې د مؤسسې له مشر سره شریکې کړې او له هغه یې وغوښتل چې د دې ډول مرستو د وېش لړۍ د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځوي، تر څو دا اړمن قشر له دوامداره ملاتړ څخه برخمن شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د غزني ولایت پر (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د قره باغ، ګیرو، آب بند او مقر ولسواليو اړوند پر (۷۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق. . .

BACK TO NEWS