د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ په موخه د نور مرستندويه مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۱:۳۴
mmd

د دې هوکړه لیک له مخې به، په پروان ولایت کې (۱۰۰) تنه مستحق یتیمان تر پوښښ لاندې راشي چې د هغوی لپاره خوراکي خوندیتوب تأمین او د زده کړې زمینه به ورته برابره شي.

د همکارۍ دغه هوکړه ليک د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو او پلان رئيس محترم ملا صدوخان حق شناس او د نور مرستندویه مؤسسې مسؤل محترم انجنیر ویس عمادي تر منځ  لاسلیک شو.

د‌ یادونې وړ ده چې د یادې پروژې مجموعي ارزښت (۲۴) زره او (۸۹۶) ډالره کېږي او د یو کال په موده کې، د پروان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست سره په همغږۍ به تطبیق شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۴۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د (۷۵) تنو کارکوونکو لپاره د محاسبې او تأدیاتو روزنیز ورکشاپ په برياليتوب سره پای ته ورسید

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست د (۷۵) تنو مرکزي او ولايتي کارکوونکو لپاره په نوي برېښنايي سیسټم کې د محاسبې او تأدیاتو برخو کې لس ورځنی روزنيز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۴۰
Background image

په کندهار ولایت کې د یو شمېر فدایانو او مجردو شهیدانو له کورنیو سره نغدي ترسره شوې

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم حاجي ملا عبدالقاهر فیروز په مشرۍ یو درې کسیز پلاوي د شهیدانو کورنیو د پوښتنې په موخه ارغستان ولسوالۍ ته سفر وکړ، په دې سفر کې د (۶۲). . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۹:۳۵
Background image

په بغلان ولایت کې د مجردو شهیدانو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد په خپل کاري دفتر کې د یو شمېر مجردو شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې واوریدې او ورسره یې. . .

BACK TO NEWS