په پکتیکا ولايت کې د (٣٨٥) تنو مستحقو یتیمانو او معلولینو له کورنیو سره مرسته ترسره شوه

asad_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۰:۱۳

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ په یاد ولایت کې د شهيدانو او معلولينو پر (۳۸۵) کورنيو باندې اته (۸) ډوله خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او نور مواد شامل وو، په شفاف او منظم ډول ووېشل.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي محمد نبي وهاج د یادې خیریه مؤسسې له مرستو مننه وکړه او هیله یې وښوده چې ورته نور خیریه بنسټونه هم د دې اړمن قشر لپاره مرستې چمتو کړي، تر څو د هغوی اقتصادي ستونزې راکمې او غوښتنو ته یې پر وخت رسيدګي وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۳۹
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په شیګل ولسوالۍ کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د یتیمانو لپاره د معیاري تعلیمي کمپلکس د جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لا ښه ملاتړ او هغوی ته د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په موخه، د مسلم هنډز نړیوالې مؤسسې له استازو سره، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

BACK TO NEWS