د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د مرستو چمتو کولو په موخه د قمر خیریه بنسټ سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۰:۵۵
mmd

یاد هوکړه لیک چې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئيس محترم ملا صدوخان حق شناس او د قمر خیریه بنسټ استازي محترم رياض احمد ترمنځ لاسلیک شو، د هغه پر بنسټ به (۴۶۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته په زابل او پکتیا ولایتونو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي چمتو او ووېشل شي او په دې ترتيب به، هر مستحق د (۵۰۰۰) افغانېو په ارزښت مرستې ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې د تطبيق ټوليز لګښت دوه ميليونه او درې سوه زره (۲۳۰۰۰۰۰) افغانۍ دې چې د پلي کيدو چارې به یې د زابل او پکتیا ولایتونو د شهيدانو او معلولينو چارو ریاستونو سره په همغږۍ پر مخ يوړل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳
Background image

خبرتیا!

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره د علمي او مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په موخه، د ملي پوهنتون سره په همغږۍ د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۵۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۶۲) تنو مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل شول

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د معلولینو ستونزو ته د ښې رسيدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۶۲) مستحقو معلولینو ته ويلچرونه ووېشل او هر معلول ته یوه اندازه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۳:۱۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۶۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۶۵۰) تنو یتیمانو،. . .

BACK TO NEWS