د کندهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس د یونما دفتر له مسؤلینو سره وکتل

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۹:۴۸
mmd

د کندهار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي سید محمد طاهر آغا په خپل کاري دفتر کې د یونما دفتر له مسؤلینو سره وکتل، د دې کتنې پر مهال د یاد ولایت د بهرنېو چارو رئيس محترم عبدالشکور حقاني هم شتون درلود.

په پېل کې محترم مولوي سید محمد طاهر آغا په کندهار ولايت کې یې د‌ ثبت شوېو یتیمانو، کونډو او معلولینو د آمارو او ارقامو په هکله معلومات وړاندې کړل او زياته یې کړه: په جنوب لویدیز زون کې د څو لسیزو جګړو او ناخوالو له امله زرګونه تنه یتیم، کونډې او معلول شوي او  هغوی د ژوند په بېلابېلو برخو کې مرستو ته اړتيا لري.

نوموړي همداراز د یونما دفتر له مسؤلینو څخه وغوښتل چې یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو سره دې په تعليمي، روغتیايي، حرفوي زده کړو او نورو برخو کې مرستې ترسره کړي تر څو هغوی اقتصادي ځان بساینې ته ورسېږي.

ورپسې د کندهار ولايت د بهرنېو چارو رئيس محترم مولوي عبدالشکور حقاني هم د شهیدانو ورثۀ ؤ او معلولینو لپاره د مرستو د چمتو کولو په هکله خبرې وکړې او زياته یې کړه: نړیوالې خیریه مؤسسې او بنسټونه دې د ملکي ادارو سره په همغږۍ دې اړمن قشر ته مرستې چمتو کړي په دې سره به چمتو شوې مرستې واقعي مستحقینو ته ورسېږي.

نوموړي همداراز وویل: ملګري ملتونه دې اسلامي ارزښتونو ته بشپړ درناوی وکړي او د اسلامي امارت په لاسته راوړنو او پرمختګونو  دې سترګې نه پټوي.

په ورته وخت کې د یونما دفتر مسؤل هم د معلوليت لرونکو وګړو او د بې سرپرسته کورنېو سره یې د مرستو نه ترسره کولو لامل یې د کافي بوديجې نشتوالي یاد کړ، او ژمنه یې وکړه چې دې اړمن قشر ته د مرستو چمتو کولو په موخه به پوره هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د‌ شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس کندز ولايت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د یاد ریاست کارکوونکي محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۳۹
Background image

په لوګر ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د(ZFA) مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او د نورو خوراکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۳۲
Background image

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود په مشرۍ یو پلاوي چې د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین دروېش او د یاد ریاست کارکوونکي محترم. . .

BACK TO NEWS