په سرپل ولايت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمني توکي ووېشل شول

د ژمي موسم په رارسيدو سره یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د ژوند د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه (۵۰۰) تنو مستحقو کسانو سره د يوې خیریه مؤسسې له لوري د سرپل ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست سره په همغږۍ مرستې ووېشل شوې چې په يادو مرستو کې کمپلۍ او البسه موجود وې.